ننګرهار کې د تکواندو دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ورزشکارانو اتحاديې په مرسته د جلال اباد ښار او ولسواليو ١٨ کلپونو څخه د ١٢٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د جلال اباد ښار دوه يمې ناحيې حضرت عمر تکواندو ورزشي کلپ کې د بدني روزنې او ورزش ريئس عبدالسلام وزيروال، د ورزشکارانو اتحادیې رئيس زمري عربزاده، د پهلواني، اتلتيک فدراسيون مسؤلینو، ورزشکارانو او د کلپونو استادانو د تکواندو ګڼو مينه والو په شتون کې ترسره شوې.
د ننګرهار بدني روزنې او ورزش رئیس ښاغلي وزيروال په دې سياليو کې د ګډون پرمهال په دې ولايت کې د ورزش په ستونزو او پرمختګونو خبرې وکړې او مسؤلينو ته يې د حل ډاډ ورکړ.
نوموړي همدا راز د شپږمې ناحيې جمنازيوم له چارو څخه هم يادونه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې راتلونکې اونۍ به د ورزشکارانو پر وړاندې پرانستل شي.
د دې سياليو موخه د تکواندو ورزشکارانو وده او ظرفيت لوړلول بلل شوې ده.