ننګرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۱۵
ننګرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له شپږو کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ملکزاده کلب لومړی، عرب قریشي دویم او الفأ کلب بیادرېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، د دانالاک ستر پهلوان لومړی پړاو سيالۍ د ۲۰ داخلي او بهرني لوبغاړو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۲:۴۹
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د اشي هارا کراټې ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې له کابل، غزني، خوست، کاپيسا، بغلان،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمې سیالۍ وشوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او-سپورټ سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له. . .

BACK TO NEWS