ننگرهار؛ سيف الله آباد لوبډلې د گوشتې ولسوالۍ د ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۴:۶
ننگرهار؛ سيف الله آباد لوبډلې د گوشتې ولسوالۍ د ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د دې ولایت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د گوشتې ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ (GPL) سيالۍ، چې شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د سیف الله آباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د خيربندي اتلانو او سيف الله آباد لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه سیف الله آباد لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې خيربندي اتلانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۳۱ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۲ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو پای کې د مسؤلينو له لوري اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسایکل او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS