ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې کوټ ميترانو لوبډلې خپلې سيالې چکنور منتخبې لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.