ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۸:۱۵
ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مومندرې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې مومندرې لوبډلې خپلې سيالې هزارناو منتخبې لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۴:۵۲
Background image

غور کې له ۶۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې له څلورو کلبونو څخه له ۶۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د تنکيو ځوانانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

بامیان کې د څلورو لوبډلو ترمنځ له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ليګ سيالۍ د ذوالفقار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۲۴
Background image

د فوټسال له ۱۷کلنو کم عمره لوبډله په المپیکي سیالیو کې نن شپه له پاناما سره خپله لومړۍ لوبه کوي

د فوټسال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه نن شپه د کابل پر مهال ۸ بجې له پاناما هېواد سره ترسره کوي.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډله. . .

BACK TO NEWS