ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۷
ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د زم زم شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د ټېب بال کرېکټ سيالۍ د اگام خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د اگام خصوصي ښوونځي او عمرزي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عمرزي اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۷۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اگام خصوصي ښوونځي لوبډلې ياد هدف د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپير يې اتلولي وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د کابل ښار د لویانو ورزشکارانو د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ۸۰ ورزشکاران وستایل شول

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د لویانو ورزشکارانو د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ۸۰ ورزشکاران په معنوي او مادي ډالیو وستایل شول.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۸
Background image

هرات کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د بکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د بکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۷
Background image

خوست؛ په مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز متون لکڼو سرکیو بوړیو سیمه کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې. . .

BACK TO NEWS