ننگرهار کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۷:۴۴
ننگرهار کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې.

يادې سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې چمتو شوې وې، په پايله کې ۱۵۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې گټونکو پهلوانانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د آزادي د پنځمې کالیزې په مناسبت د اووه لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د واليبال سيالۍ د امام صاحب مرکزي لوبډلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۲۱
Background image

د کشتینګیرۍ دوه افغان لوبغاړو په نړۍوالو سیالیو کې د برزو مډالونه وګټل

د تاجسکستان په کوربتوب د کشتنګیرۍ په نړیوالو سیالو کې د کورش ملي فدراسیون دوه افغان لوبغاړو رحیم الله نجمي او ذبیح الله احساني د خپلو سیالانو پر ماتولو د برنزو مډالونه وګټل.

په دغه. . .

BACK TO NEWS