ننگرهار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې ورزشکارانو د لويانو په عمري کټگورۍ کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۱۵ تنه غوره ورزشکاران د ياد ولايت د رزمي لوبو او-سپورټ سبک منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
د يادو سياليو موخه راتلونکو ملي سياليو ته د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.