ننگرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۶:۵۷
ننگرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په پنځمې ناحيې ورزشي جمنازيوم کې له ۱۲ کلبونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

يادې سيالۍ، چې د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې له هرې گټکورۍ څخه لس تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۴
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۰
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې میانمار ته ماته ورکړه

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې کوربه میانمار ته د ١ - ٤ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه. . .

BACK TO NEWS