ننگرهار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۴۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو بېلابېلو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د نويو استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
