نوی نسل، سترې لاسته‌راوړنې؛ په اسیایي سیالیو کې د افغان ځوانو ورزشکارانو بریالی ګډون

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۹:۳۰
نوی نسل، سترې لاسته‌راوړنې؛ په اسیایي سیالیو کې د افغان ځوانو ورزشکارانو بریالی ګډون

افغان ورزشکارنو د نویو ځوانانو په اسیایي سیالیو کې، له یوه بریالي سفر وروسته، په کمو امکاناتو ۶ مډالونه ګټلي دي، افغان ورزشکاران سره له دې چې په یادو سیالیو کې یې د نورو هېوادونو په پرتله په کم تعداد ګډون کړی و؛ خو له نیکه مرغه چې د بریا تله یې درنه وه ، په ویاړ سره یې د افغانستان ښه استازولي وکړه او ۶ مډالونه وګټل.

دغه سیالۍ چې په هرو څلورو کلونو کې ترسره کېږي، سږ کال یې درېیم پړاو د بحرین په کوربتوب په منامه ښار کې ترسره شو، چې له ۴۵ هېوادونو څخه پکې په ۲۴ ورزشي رشتو کې له ۴۰۰۰زیاتو ورزشکارانو ګډون کړی و. له افغانستان څخه پکې په اتو ورزشي څانګو کې له هیئت ـ مربي سره ۵۷ تنو ګډون کړی و.

په دغو سياليو کې له افغان لوري څخه د پهلوانۍ، فوټبال، فوټسال، تکواندو، جوجيتسو، جودو، سوک وهنې او ووشو ملي فدراسيونونو ۳۱ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله افغانستان دوه د برنزو مډالونه په کورش، یو د نقرې او یو د برنزو په رزمي ورزشونو کې، یوه نقره په جودو او د فوټسال په برخه کې مهم د طلا مډال وګاټه.

په دغو سياليو کې چې نن پای ته ورسېدې، چین د ۱۴۷ مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ. یاد هېواد په دغو لوبو کې ۶۳ د سرو زرو، ٤۹ د سپينو زرو او ٣۵ د برنزو مډالونه ترلاسه کړل. دغه راز افغانستان په دغو سياليو کې یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او درې د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو سره له قطر، کمبودیا، پاکستان، لبنان، بنګله دېش، یمن ، عمان او ګڼو نورو هېوادونو څخه مخکې ٢٤م مقام خپل کړ.

هېره دې نه وي چې د دې ترڅنګ افغان واليبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سياليو پايلوبې ته لار موندلې وه او په پايلوبه کې یې له ترکمنستان هېواد څخه د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې وخوړه او دويم مقام يې خپل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۰
Background image

بلخ؛ صعود تیم کوهنوری اتحاد بلخ به کوه جانور در ولسوالی مارمول

تیم کوهنوردی اتحاد بلخ از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ، موفق به صعود به کوه جانور در ولسوالی مارمول شد.

این تیم فاصله ۲۸۰۰متری را. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۶
Background image

پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS