نیمروز؛ دلارام ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۲۹
نیمروز؛ دلارام ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وحدت جوانان په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې توفان هریرود لوبدلې خپلې سیالې بلال لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او ولسوالۍ جام سیالیو ته د غوره لوبډلې موندل دي، چې درې اونې به دوام وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۸
Background image

کابل کې د ورزشي فدراسیونونو استازو ته د انټي ډوپینګ مقررات تشریح شول

له ډوپینګ سره د مبارزې نړۍوال آژانس (WADA) په لارښوونه او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې روغتیایي مسؤول ډاکټر عبدالرحمن حمید له لوري د آنلاین سمینار په ترڅ کې د ورزشي فدراسیونونو استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاکټر محمدخان لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۰
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لتس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد احمد. . .

BACK TO NEWS