هرات؛ ملي پانګوال احمدشاه فقیري او هراتي ولسونو د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنه وستایله

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۱۴
هرات؛ ملي پانګوال احمدشاه فقیري او هراتي ولسونو د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنه وستایله

په هرات ولایت کې د ملي پانګوال الحاج احمدشاه فقیري او هراتي ولسونو له لوري د یو ځانګړي جشن په ترڅ کې د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټل وستایل او دغه بریا او لاسته راوړنه یې د یو جشن په ډول ونمانځله. په یاد جشن کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د فوټبال ملي فدراسیون او فوټسال کمېټې رهبري، سیمه ییزو مسولینو، مخورو او زرګونو ولسونو ګډون کړی و.

په دغه جشن کې د فوټسال ۱۷ کلنو ملي لوبډله د هرات له هوایي میدان څخه تر فوټبال سټېډیوم پورې بدرګه شوه او پاتې جشن د هرات ولایت په مرکزي سټېډیوم کې ترسره شو.

افغان فوټسال ملي لوبډلې د بحرین په کوربتوب په فوټسال اسیایي سیالیو په ګروپي پړاو کې خپلې ټولې لوبې وګټلې او پرته له کومې ماتې د دې سیالیو پایلوبې ته له ایران سره ووتله، چې په پوره زړورتیا یې وکولای شول خپلې سیالې ایرانۍ لوبډلې ته د ۲ ـ ۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او د لومړي ځل لپاره په اسیایي سیالیو کې د اتلولۍ ترڅنګ د سرو زرو مډال وګټي.

د ویلو ده، چې له دې جشن او ستاینې وروسته د ملي سوداګر الحاج احمدشاه فقیري لوري د هېواد ورزش ادارې رهبري او فوټسال ملي لوبډلې ته ځانګړی ماښامنی ترتیب شوی و، چې په ترڅ کې یې فوټسال ملي لوبډلې ته ۲ میلیونه افغانۍ د ډالۍ په ډول ورکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له پنځو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۴
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS