هرات ولایت کې د غېږ نېونې محلي سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۵ - ۱۲:۳۱
هرات ولایت کې د غېږ نېونې محلي سيالۍ ترسره شوې

هرات ولايت کې د محلي غېږ نيونې سيالۍ د دې ولايت بدني روزنې او ورزش ريئس، ورزشي مسؤلینو، استادانو، روزونکو او ورزشي مخکښو په شتون کې د ګذرګاه شريف غېږ نيونې ميدان کې ترسره شوې.

په دې سياليو کې چې تر درې زرو زياتو ليدونکو يې تماشا کوله د ٢١ورزشي کلپونو ١٠٠ جوړو ورزشکارانو پکې ګډون درلود او له يو بل سره ولوبېدل.

د هرات بدني روزنې او ورزش ريئس مولوي ګلاب الدين خپلواک د دې سياليو موخه د ورزشکارانو وده او د محلي ورزشونو ژوندي ساتل بللي دي.

ښاغلى خپلواک وايي؛ د افغانستان محلي او عنعنوي ورزشونه د پراختیا او ودې په حال کې دي چې د دې ورزشونو د ودې لپاره د زمينې برابرول د هرات ورزشي ادارې له پلانونو او لومړيتوبونو څخه دي.

د يادولو ده چې محلي غېږنيونه په هرات ولايت کې د زياتو مينه والو درلودونکو ورزشونو له ډلې څخه ده چې هره اونۍ ترسره کيږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS