هرات کې د منډې وهلو (اتلتيک خفيفه) سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۰:۳۶
هرات کې د منډې وهلو (اتلتيک خفيفه) سيالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د منډې وهلو ( اتلتيک خفيفه) فدراسيون دوستانه سيالۍ د بدني روزنې او ورزش ريئس، د ورزشي فدراسیونونو رئيسانو او روزونکو په شتون کې د دې ولایت په ورزشي جمنازيوم کې ترسره شوې.

په دې سياليو کې دوو لوبډلو په درېيو برخو ١٠٠ متره، ٨٠٠متره او ٣٠٠٠ مترو واټن وهلو لپاره سره سيالي وکړه.

د دې سياليو ١٠٠ متره اوږدوالې لپاره ١٠ تنه ٨٠٠ متره فاصلې لپاره ١٤تنه او ٣٠٠٠ مترو واټن وهلو لپاره ٤تنه ورزشکارانو سيالي وکړه چې په پايله کې د زياتې فاصلې وهلو برخه کې نعيم جويا لومړى مقام ٨٠٠ مترو واټن وهلو کې وزيراحمد فيضي لومړى مقام او ١٠٠ متره اوږدوالي وهلو کې محمد عارف يعقوبي لومړى مقام ترلاسه کړ.

همداراز د دې پړاو سياليو لوبډلو له منځه افغان قهرمان لوبډلې وکولاى شول چې لومړى مقام ترلاسه کړي.

د هرات بدني روزنې او ورزش رياست د دې سياليو ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو هڅولو ترڅنګ ملي او بين المللي سياليو ته د ورزشکارانو چمتووالى ياده کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۲
Background image

خوست؛ ګربزو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه نيمه مياشت مخکې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۰
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د سپين غر زون ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.

دا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۵۸
Background image

خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مهدي خېلو سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې شاوخوا يوه. . .

BACK TO NEWS