هرات کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک‌جیتسو شپاړلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۲:۳۹
هرات کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک‌جیتسو شپاړلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک‌جیتسو شپاړلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د ۱۰ ورزشي کلبونو ترمنځ په تک فایټ ډول ترسره شوې، چې په پایله کې ۵۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه خپل کړل.

د یادو سیالیو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو هڅول او د رزمي لوبو راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتووالی و، په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کمربندونه او تندیسونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS