هرات کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو فدراسیون دویمه درجه ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هرات ولایت په مرکزي جمنازیوم کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ په فورم او مبارزه برخه کې د ووشو فدراسیون دویمه درجه ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې۲۵ غوره ورزشکاران د هرات د ووشو منتخبې لوبډلې ته لار پيداکړه.
د یادو سیالیو موخه د ووشو ورزش ته وده ورکول او د یاد ولایت د ووشو لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و.