هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ناوې او مارجې ولسوالیو د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې ناوې ولسوالۍ په اوو بریاوو لومړی او مارجې ولسوالۍ بیا په درې بریاوو سره دویم مقام خپل کړ.
