هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۶:۲۳
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آزاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د امید ځوانانو او آزاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه امید ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣١ منډو هدف وټاکه. آزاد لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۹
Background image

لغمان کې ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د لغمان ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د بېلابېلو فدراسيونونو ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۸
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه هم وګټله

د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته دویمه دوستانه سیالۍ کې هم د ۵ – ٢ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ ـ ۳ګولونو. . .

BACK TO NEWS