هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې فیضي ځوانانو لوبډلې د پنځو ویکټو په زیان د خپلې سیالې امید ځوانانو لوبډلې د ۱۰۲ منډو په هدف پوره کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
