هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د هلمند د شمالي د او جنوبي ولسوالیو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د شمالي ولسوالیو پهلوانانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقاام خپل کړ.
یادې سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
