هلمند؛ مسلم لوبډلې د اتحاد جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په مرکزي فوټبال حوزه کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ د مسلم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مسلم او مينوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې مسلم لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو شاوخوا دوې مياشتې دوام وکړ.