هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د اڅکزي کاروان او نوروز کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه نوروزو کلي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لس اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٠ منډو هدف وټاکه. اڅکزي کاروان لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې به نهم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.