هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې بهار اتلانو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې خپلواک اتلانو لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې خپلواک اتلانو لوبډلې ياد هدف ترلاسه کړ او لوبه يې د ۵ ویکټو په توپیر وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
