هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۳۲
هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټایپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ وړاندې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کابل بازانو او حاجي سلطان نورزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پيل کې توپ وهنه حاجي سلطان نورزي لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې سيالې لوبډلې ته ۱۸۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې کابل بازانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۰۷ منډي وکړې او د ۸۱ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۵۱
Background image

کابل؛ د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت او پارا المپیک کمیټې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پارا المپیک کمېټې او د ش.ه.ي.دانو او معلولينو چارو وزارت ترمنځ د هېواد معلولينو ته د ورزشي خدمتونو د وړاندې کولو دوه اړخيزه هوکړه ليک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS