هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ګرشک ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په شاهي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د ازاد سکندر او ذاهدي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پایله کې د ۲ پر ۲ ګولونو مساوی پای ته ورسېده
