هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د محب الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې محب الله لوبډلې د ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې صفت الله لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
