هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د زرغون ګوشتې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې زرغون ګوشتې لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د لوی اختر په مناسبت پیل شوې وې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
