هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د رئیس آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې رئیس آریانا لوبډلې د دوه پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې هارون پوپل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
