هلمند کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليگ پيل شو

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۷
هلمند کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليگ پيل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز لښکرگاه ښار په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليگ سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې بولان لېسې لوبډلې خپلې سيالې اميد استقلال لوبډلې ته د ۴ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې اتله لوبډله به الف ليگ ته لار پېدا کړي او د جدول وروستۍ لوبډله به سي ليگ ته شاتگ وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۰
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۴۸
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS