هلمند کې د ۵۰ تکواندو کارانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۹:۲۰
هلمند کې د ۵۰ تکواندو کارانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ وشوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د‌ تکواندو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز لښکرگاه ښار کې د فراه او هلمند ولایتونو د ۵۰ تکواندو کارانو ترمنځ د "هلمند سيند" په نوم د تکواندو ولايتي سيالۍ وشوې.

يادې سيالۍ، چې د تنکيو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې د تنکيو ځوانانو په عمري کټگورۍ کې هلمند او د ځوانانو په عمري کټگورۍ کې بيا فراه لومړي مقامونه خپل کړل.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره تکواندو کارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS