وردک؛ د دېرشو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
دا سیالۍ د ميدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کمال بابا خېلو په کلي کې د لوی اختر په مناسبت د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت رسمي کمیټې لخوا او د کمال بابا خېلو ځوانانو په نوښت جوړې شوې وې چې د وردګ بابا شرکت په بریا پای ته ورسېدې.
په یادو سیالیو کې ديرش غوره لوبډلو ګډون کړی وو چې د وردګ بابا شرکت لوبډلې لومړی مقام، قلعه نو لوبډلې دویم مقام او د وحدت آغا لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د دې سياليو غوره لوبغاړی شمس الله مایار، غوره شوټ وهونکی امان اميري او غوره پاسر ابراهیم ځاځی وټاکل شو.
د یادلو وړ ده چې د دې لوبو په پای کې غوره لوبغاړو باندې نغدي جایزې وویشل شوې.
