پروان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د انديشه معرفت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پیل شوې وې د انديشه معرفت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې انديشه معرفت لوبډلې خپلې سیالې وحدت ماهي ګير لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.