پنجشېر کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازلۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ، چې د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۷ غوره ورزشکاران د راتلونکو لوبو ته وپېژندل شول.