پکتيا؛ اتحاد کلب لوبډلې د ۲۰۲۴ کال فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۳:۲۵
پکتيا؛ اتحاد کلب لوبډلې د ۲۰۲۴ کال فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په اتفاق لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د زون سياليو د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د ۲۰۲۴ کال فوټبال غوره ليگ سيالۍ د اتحاد کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پايلوبه کې اتحاد کلب لوبډلې خپلې سيالې اتفاق کلب لوبډلې ته د ۲ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او د زون په کچه غوره ليگ سياليو ته يې لار پېدا کړه.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو دوې اوونۍ دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

کابل کې د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ د مرکزي زون لامبو وهلو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د لامبو وهلو فدراسیون د استازولۍ له لوري په کابل کې د هېواد د شپږو ولایتونو د ۶۰ لامبو وهونکو ترمنځ په څلورو سبکونو کې د مرکزي زون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۳
Background image

پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د يادې ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۴۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لوړې شینکۍ او کښته شینکۍ ترمنځ ترسره شوې،. . .

BACK TO NEWS