پکتيا؛ گردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۱۰
پکتيا؛ گردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د زندانونو چارو رياست په گډه همکارۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د سالمې تفريح برابرولو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د واليبال دوستانه سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې دويم بلاک لوبډلې خپلې سيالې لومړي بلاک لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې دا سيالۍ د زندانونو چارو رياست په واليبال لوبغالي کې ترسره کېږي او اته ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو کلي کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ماڼو واليبال ليگ دويم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۴۶
Background image

BACK TO NEWS