پکتيا: زرمټ ولسوالۍ کې د فوټبال ټورنمنټ د کوتي خېلو لوبډلې په اتلولي سره پاى ته ورسېد
د پکتیا ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست او دفوټبال فدراسیون په همغږي د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د پسرلي ولولې په نوم دفوټبال ټورنمنټ پاى ته ورسېد.
د فوټبال په دغه ټورنمنټ کې د زرمت ولسوالۍ مجاهدینو لوبډلې په شمول د مرکز احمدابا او غزني ولايت ٤١ لوبډلو ګډون درلود چې ٤٠ ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو فاينل ته د شهيد منصور او کوتي خېلو ځوانانو لوبډلو لار ومونده چې د کوتي خېلو لوبډلې د ٣- ١ پايلي سره سيالي لوبډلې ته ماتي ورکړه او د دې ټورنمنټ اتلولي يې خپله کړه.
د دې لوبو پاى لوبې ته د پکتيا ورزشي مسؤلينو، امنیتي چارواکو، امربالمعروف مسؤلینو او سلګونو نندارچيانو ګډون درلود چې موخه يې په ولسواليو کې د فوټبال ورزش فعالیت ته وده ورکول دي.
