پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۷
پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ په پيرکوتي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې، د ذوالفقار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ذوالفقار لوبډلې خپلې سيالې اتفاق لوبډلې ته د ۲ /۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او په يادې ولسوالۍ کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

کندهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د اتلانو فوټبال ليگ پيل شو

د کندهار ولايت د بدني د بدني روزنې او ورزش رياست او فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز احمد شاهي لوبغالي کې د پنځو ولايتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

زابل کې د ۱۶۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۱۶۰ غېږ نيوونکو ترمنځ د غیږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۳۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د زرمت ولسوالۍ په جبارخېلو سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د مریاڼو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS