پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پاچا خان او منصوري لوبډلو ترمنځ ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې پاچا خان لوبډله ګټونکی شوه.
دا سيالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
