پکتيکا؛ سوپر افغان لوبډلې د ارگون فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۸
پکتيکا؛ سوپر افغان لوبډلې د ارگون فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ په باليشو لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د ارگون فوټبال ليگ سيالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې، د سوپر افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې سوپر افغان لوبډلې خپلې سيالې شاهين باليش لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS