پکتيکا کې د بدن ښکلا او فټنس ټاکنيزې سیالۍ وشوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د بدن ښکلا او فټنس فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ښکلا جيم کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له بېلابېلو کلبونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۱۸ تنه د پکتیکا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
دا سيالۍ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
