پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مموزي کلب لوبډلې خپلې سیالې بلبل کلب لوبډلې ته د ۰/۲ گولونو په توپیرماتې ورکړه او بريا يې خپل نوم کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او له نشه یي توکو څخه د ليري والي په موخه ترسره کېږي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.