پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د نيزه وهنې اختریزې سیالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۲
پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د نيزه وهنې اختریزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۳۳ نيزه وهوونکو ترمنځ د نيزه وهنې اختريزې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ په لاین سینگل او سیکشن برخو کې ترسره شوې، چې په پایله کې عبدالقدوس د ۳۶ امتیازونو په خپلولو سره لومړی، نصرت الله د ۳۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم او خان محمد بيا د ۲۸ امتیازونو سره درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه نيزه وهنې دودیزې لوبې ته وده ورکول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS