پکتیا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکی سيالۍ روانې دي
پکتیا ولايت کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هاکي ملي فدراسيون استازولۍ له لوري د دې ولايت په مرکز ګرديز ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي ټورنمنټي سيالۍ روانې دي.
په دې ټورنمنټ کې څلورو لوبډلو پکتيا ځوانانو، انتظار، پکتيا کی.کی.آر او اتلانو ګډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې يې د پکتيا K.K.R لوبډلې خپلې سيالې د پکتيا ځوانانو لوبډلې ته د ۴ - ۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړې ده.
يادې سيالۍ د هاکي ورزش ته د ودې ورکولو، د ځوانانو هڅولو او د پکتيا ولايت په کچه د غوره استعدادونو موندلو په موخه تېره چهارشنبه پيل شوې، چې د راتلونکې سه شنبې ورځې پورې به دوام وکړي.
