پکتیا کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۲ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
دا سیالۍ په یاد ولایت کې د پهلواني ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.