پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په کوثر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو "اوسپورت سبک" دوستانه سیالۍ وشوې.
په یادو سیالیو کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پایله کې ۱۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د ویلو ده، چې د دغو سیالیو موخه راتلونکو لوبو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتوالی وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
