پکتیکا؛ ارگون ولسوالی کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ذوالفقار لوبډلې د ۴/۰ ګول په توپیر خپلې سیالې سپیره واس لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
یادې سیالۍ دځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي.