پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د جاوید او د راشد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه راشد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۴ منډو هدف وټاکه. جاوید لوبډلې ټاملی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
