پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۱۰
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار په چکان کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مټا خان لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې بلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمې سیالۍ وشوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او-سپورټ سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۶
Background image

هلمند؛ بهرامچې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کابل بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۰:۱۵
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ظریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS