پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ایلیون سټارز لوبدلې له خپله ۲۱۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د څلور منډو په توپیر یې خپلې سیالې پاور هیټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
